چین د افغان سولې او پخلاینې لپاره د هر راز مرستې چمتوالی ښودلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64717
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-14

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې دغه هېواد په افغانستان کې له پراخې او هراړخیزې سولې او پخلاینې سره په مرسته کې د رغنده رول لوبولو ته تیار دی. د شینهوا خبري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان د وروستیو تروریستي حملو او د هغو له کبله د پخلاینې د هلوځلو د درېدو په باب د یوې پوښتنې په خواب کې وکړه. ویاند دې ته په اشارې چې چین د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې تشویق کړې او ملاتړ یې کړی، وویل:«چین تل او پر له پسې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر ملاتړ کوي.»