د کورنیو تولیداتو د باکیفته کولو لپاره ملي سټنډرډونه جوړېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64722

دخبریدو نیټه : 2015-08-15

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د پانګونې د ملاتړ ادارې ترمنځ د نوې هوکړې له مخې خصوصي سکتور به په هېواد کې د ملي سټنډردونو د ترویج او جوړولو په برخه کې د سټنډرډ ملي ادارې سره همکاري کوي او عامه پوهاوی به رامنځته کوي. په دې اړه پرون په کابل کې د افغانستان د ملي سټنډرډ د ادارې (انسا) او د پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) ترمنځ د همکارۍ یو هوکړه لیک لاسلیک شو.د پانګونې د ملاتړ ادارې مشر قربان حقجو وویل چې د ایسا او انسا ترمنځ د دې هوکړه لیک له مخې به په هېواد کې د با کیفیته تولیداتو او خدماتو د وړاندې کولو لپاره عامه پوهاوی او عملي کارونه ترسره کېږي.حقجو وویل، چې د کورنیو تولیداتو لپاره د ملي سټنډردونه رامنځته کول، په داخل او بهر کې د تولیداتو د کیفیت تضمین کوي. هغه زیاته کړه، چې زیاتره صنعتکاران او تولیدوونکي له ملي سټنډردونو سره بلدتیا نه لري او اړتیا ده چې په دې برخه کې عامه پوهاوی زیات شي.د ایسا مشر وايي چې د دې هوکړه لیک یو هدف هم دا دی چې ایسا به په دې برخه کې د پانګوالو او صنعتکارانو ترمنځ عامه پوهاوی رامنځته کوي. په همدې حال کې د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره وايي، چې په بېلابېلو برخو کې د ملي سټنډرډونو پر جوړولو کار روان دی. د دې ادارې مشر پوپل پوپلزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې د انسا ادارې تر اوسه په بېلابېلو برخو کې څه باندې ۴۰۰ ملي سټنډردونه جوړ کړي دي. هغه وویل چې د دې جوړو شویو سټنډرډونو لویه برخه د ودانیز سکتور اړوند ده چې اوس مهال عملاً په هېواد کې کارول کېږي. پوپلزی وايي چې له ایسا ادارې سره د نوې هوکړې له مخې به خصوصي سکتور په هېواد کې د ملي سټنډرډونو د عملي کولو او د هغو د ترویج په برخه کې مرسته کوي. ده زیاته کړه، چې د انسا د ملي سټنډرډونو د تدوین او جوړولو په برخه کې د اړونده ادارو مرستې ته اړتیا لري. د هغه په وینا، دا چې سټنډرډونه د اکاډمیکو شخصیتونو، د پوهنتونونو د استادانو، متخصیصنو او خصوصي سکتور سره په مشوره جوړېږي، نو اړتیا ده چې اړونده ادارې په دې برخه همکاري وکړي. د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې مشر وویل، هغه ادارې چې سټنډرډونو ته اړتیا لري، کولای شي چې دغې ادارې ته خپل یادښتونه راولېږي او د هغه جوړولو ته به لومړیتوب ورکول شي. په همدې حال کې د افغانستان د پانګونې د ملاتړ اداره وايي چې د کورنیو تولیداتو د کیفیت د تضمین او عامه پوهاوي په موخه یو لړ پروګرامونه په پام کې لري چې په نږدې ورځو کې به عملي شي. د دې ادارې د عامه اړیکو مسوول روح الله احمدزی وايي، چې د تولیداتو په باکیفیته کولو کې د تولیدوونکو او مستهلیکینو دواړه ګټه ده. د هغه په وینا، با کیفیته تولیدات له یوې خوا په مارکېټ کې د توکو د اعتبار په لوړاوي کې مرسته کوي او له بلې خوا د روغتیايي ستونزو مخه نیسي. د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې زیاتره مصرفېدونکي توکي بې کیفیته دي، چې خلکو ته یې ګڼې روغتیايي ستونزې پیدا کړي دي. په دې توکو کې تر ټولو مضر یې بې کیفیته سون توکي دي چې له بهر څخه واردېږي. دغو سون توکو نه یوازې هوا ککړه کړې ده، تر څنګ یې خلک له ستونزو له دې جملې د سینې سرطان او تنګ نفسۍ پر ناروغیو اخته کړي دي. روغتیا پالان وايي، هغه توکي چې له بهره په تېر بیا له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته واردېږي، په ګمرکونو کې نه لابراتوار کېږي.