د آی ایس آی پخوانی مشر جنرال حمید ګل مړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64723
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-15

د آی ایس آی پخوانی مشر متقاعد جنرال حمید ګل مړ شو. حمید ګل، چې په افغانستان کې د پاکستان د مداخلو مهم طراح ګڼل کېږي، د افغانانو ترمنځ د یوې منفورې څېرې په توګه پېژندل کېده. د پاکستان جنګ ورځپاڼې په خپله ویبپاڼه کې د حمید ګل د مېرمنې له قوله په یوه لنډ خبر کې لیکلي چې نوموړی مړ شوی دی. هغې د حمید ګل د مړینې علت مغزي سکته ښودلې او ویلي یې دي چې له مغزي سکتې وروسته په یوه روغتون کې بستري و. د حمید ګل عمر ۸۰ کاله ښودل شوی او ویل شوي چې له ډېرې مودې راهیسي یې د وینې فشار لوړ و. حمید ګل په اتیایمه لسیزه کې د مجاهدینو د تنظیمونو په چارو کې ګوتې وهلې، وروسته یې د مجاهدینو په خپل منځي نښتو کې مهم رول ولوباوه.