د هلمند د پوهنې رياست مسؤلينو د ولايتي شورا او مدني ټولنې له غړو سره په يوه مشورتي غونډه کې اندېښنه څرګنده کړې چې د بودجې د کمښت له امله ښايي د هلمند ځينې ښوونځي وتړل شي. د پوهنې رياست مسؤلين وايي، د مرکز له لوري ورته د تېر کال په پرتله سږ کال ۶۳ ميليونه افغانۍ کمه بودجه ورکړل شوې. د هلمند د پوهنې رئيس عبدالمتين جعفر وويل، په تېر يو کال کې يې سل داسې ښوونځي چې مخکې په بېلابېلو علتونو تړل شوي و، پرانيستي دي. نوموړي د ۱۸ نويو ښوونځيو د جوړېدو خبره هم وکړه، خو د بوديجي او ښوونکو کمښت د ده په خبره هغه لويه ستونزه ده چې له امله يې د هلمند د پوهنې بهير ټکنی شوی.