ولسمشر: حلقوي سړک د ښاري انکشاف یوه هر اړخیزه پروژه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64725
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-15

ولسمشر اشرف غني وايي د کابل حلقوي سړک یوازې سړک نه، بلکې د ښاري انکشاف یوه هر اړخیزه پروژه ده. د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي د کابل د حلقوي سړک د جوړېدو د طرحې په باب پرون په ارګ کې د ولسمشر غني په مشرۍ غونډه جوړه شوه. سرچینه وايي ولسمشر غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د دغه سړک د جوړېدو په چارو کې د ولس د ونډې اخیستنې، امنیتي لید لوري، ټولنیز تاثیرات، استملاک او د زیربنایي چارو په شمول ټول اړخونه د پاملرنې وړ دي او که دا ډول پروژې په سمه توګه مدیریت نه شي د ځینو خلکو په ژوند مثبت او د ځینو نورو په ژوند منفي اغېز کولای شي. ولسمشر د کابل د حلقوي سړک جوړېدل یو ډېر مهم اقتصادي تصمیم وباله او د کابل ښه اقتصادي راتلونکی یې له دغه سړک سره تړلی و باله.