د مېرور په نوم یوې برېتانوۍ رسنۍ د دفاعي چارواکو له قوله ویلي سره له دې چې د برېتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کېمرون یو کال وړاندې د افغانستان د جګړې د پای اعلان کړی و، خو د روزونکو په نوم پاتې برېتانوي عسکر اوس هم نږدې هره شپه د طالبانو پر ضد عملیات کوي. د برېتانیا یوه پوځي چارواکي ویلي په تېرو شپږو میاشتو کې برېتانوي ځواکونه د روزنې له ماموریت څخه د عملیاتو پر لور تللي. دغه چارواکي ویلي چې برېتانوي ځواکونو په دې موده کې یو شمېر طالبان نیولي هم دي.