د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د صادراتو کلنی ارزښت ۳ میلیارده ډالره دی، چې یوازې ۴۰۰ میلیونه یې درمل دي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي، له پاکستانه د درملو پر وارداتو بندیز کولای شي چې د دغه هېواد د درمل جوړونې فابریکو ته ستر اقتصادي زیان واړوي.
دغه څرګندونې پرون د افغانستان د درملي خدماتو د ټولنې مشر او د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي مرستیال خانجان الکوزي په هغې غونډې وکړې، چې له پاکستاني توکو سره د پرېکوڼ په موخه په کابل کې جوړه شوې وه.
د افغانستان د دوايي خدماتو ټولنې په دې غونډه کې رسماً اعلان وکړ چې د پاکستان له خوا د افغان دولت د وسلوالو مخالفینو د ملاتړ له امله له پاکستاني درملو سره پرېکوڼ اعلانوي.
د دې ټولنې مشر عبدالخالق وطندوست ځاځي وویل، په کابل کې د وروستیو بریدونو، د سولې پروسې د ځنډېدو او د پاکستان له خوا د وسلوالو د ملاتړ په غبرګون کې افغان سوداګرو پرېکړه کړې چې تر دې وروسته به پاکستاني درمل نه واردوي.
ځاځي وویل:«دا ډول پېچلي او ویجاړوونکې بریدونه د وسلوالو مخالفینو له توان څخه پورته دي او له شک پرته چې په دې جنایت کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای.اس.ای) لاس دی او موږ هم غواړو چې د پاکستاني درملو په نه واردولو سره پر دغه هېواد یو ډول اقتصادي فشار راوړو تر څو په افغانستان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.»
د دوايي د خدماتو ټولنې مشر زیاته کړه چې دغه ټولنه هڅه کوي څو د هېواد د اړتیا وړ درمل د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو څخه وارد کړي.
د هغه په وینا له پاکستان څخه افغانستان ته په کال کې د څلور سوو میلیونو ډالرو په ارزښت درمل وادرېږي او دغه پرېکوڼ به پاکستاني شرکتونو ته ټینګه اقتصادي ضربه ورکړي.
عبدالخاق ځاځي وویل:«د دې پرېکوڼ له امله موږ باید په افغانستان کې د اړتیا وړ درملو د کمښت په برخه کې هېڅ ډول اندېښنه ونه لرو، ځکه چې زموږ تجارانو یې پر بدیل فکر کړی.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزي د دې اقدام د ستایلو ترڅنګ وویل چې د سوداګرۍ خونه د دې پرېکون ملاتړ کوي.
هغه وویل چې افغانستان هر کال له پاکستان څخه د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت توکي واردوي چې یوازې ۴۰۰ میلیونه یې درمل دي.
دی وايي چې له پاکستاني درملو سره پرېکوڼ پاکستاني کارخانو ته لویه ضربه ده ځکه چې افغانستان د پاکستاني درملو یوازېنی مصرفوونکی هېواد دی.
د هغه په خبره، د افغان سوداګرو دا اقدام به سبب شي چې پاکستاني سوداګر پر خپل حکومت فشار راوړي، څو په افغانستان کې لاسوهنه او جګړه بنده کړي.
د الکوزي د معلوماتو له مخې، د افغانستان د اړتیا وړ درملو یوازې ۴۰ سلنه له پاکستان څخه واردېږي او د سوداګرۍ خونه د پاکستاني درملو د بدیل د پیدا کولو په هڅه کې ده.
د سواګرۍ خونې مرستیال وايي چې د پاکستاني درملو پر ځای تر ټولو غوره انتخاب ایراني، روسي، هندي، چینايي او د منځني اسیا په هېوادونو کې جوړ شوي درمل دي چې باید هېواد ته وارد شي.
نوموړي د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو څخه وغوښتل چې له نورو هېوادونو څخه د افغانستان د اړتیا وړ درملو د واردولو لپاره دې افغان سوداګرو ته د ویزې د اخیستو اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه همدا راز یادونه وکړه چې هر کال له پاکستان څخه افغانستان ته د دوو ملیاردو ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي قاچاق کېږي او سرحدي پولیس باید ددې قاچاق مخه ونیسي.