راپورونه وايي د سوريې دمشق ښار ته څېرمه په دوما کې د امنيتي ځواکونو هوايي بريدونو کې"۸۰" کسان وژل شوي دي. په لندن کې د سوريې لپاره د بشري حقونو ډله وايي له ۲۰۰ زيات کسان چې ډېری يې ولسي وګړي دي ټپيان شوي هم دي. د سوريې دولتي ځواکونو له تېرو څو مياشتو د مخالفینو تر ولکې لاندې دوما ښار هوايي بريدونه کوي. ويل کېږي په دغو بريدونو کې په سلګونو ولسي وګړي او مخالف وسله والو وژل شوي دي. له دې بريد وروسته يوه ويډيو خپره شوې چې يو بازار په کې ښکاري چې ټول ويجاړ شوی دی. په دغو تصويرونو کې ويجاړې شوې ودانۍ او موټر ښکاري چې اور يې اخیستی دی.