د سرحدي پولیسو عمومي قوماندان رحمت الله روفي وايي پاکستان د برمل په ولسوالۍ کې ۱۵ کیلومتره افغان خاوره لاندې کړې ده. روفي ویلي پاکستاني ځواکونه د برمل ولسوالۍ د انګور اډې په سیمه کې مخته راغلي دي. نوموړي زیاته کړې چې پاکستاني ځواکونو سرحدي سرغړونې بې شمېره دي. روفي یادونه کړې چې پاکستان د مجاهدینو او طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم په ځینو سیمو کې افغان خاوره لاندې کړې ده.