په افغانستان کې د امریکا سفارت وايي داسې استخباراتي معلومات یې ترلاسه کړي چې پر اساس یې وسله وال طالبان د کابل په تایمني واټ کې پر کومې لویې ودانۍ د حملې نیت لري. د امریکا د سفارت په یوه خبرپاڼه کې امریکايي اتباعو ته خبرداری ورکړی شوی چې د اګست د میاشتې له نیمايي څخه طالبان پر یوې ودانۍ، چې احتمالاً د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په تایمني کې به وي، د حملې پلان لري. په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې طالبان ممکن پر څو هدفونو د هممهالو بریدنو نیت ولري. دوی ممکن د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر، د موټرو د ترمیم ورکشاپونو، تېلو ټانکونو او د بګرام د سړک په ګډون په داسې ځایونو حملې وکړي چې بهرنیان ورځي یا یې په شاوخوا کې تګ راتګ کوي.