ولسمشر: د برېښنایي تذکرو ازمایښتي وېش دې پیل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64732
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-16

ولسمشر اشرف غني امر کړی چې د برېښنایي تذکرو ازمایښتي وېش دې پیل شي. د ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر په مشرۍ د بریښنایي تذکرو په اړه ځآنګړې غونډه وشوه. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې ولسمسشرغني د برېښنایي تذکرو د وېش د امتحاني بهیر دوره د دغه بهیر د تخنیکي ستونزو د تشخیص لپاره ښه فرصت وباله او ټینګار یې وکړ چې د برېښنایي تذکرو امتحاني پړاو دې پیل شي. په خبرپاڼه کې راغلی د غونډې برخه والو، د برېښنایي تذکرو د وېش لپاره د تخنیکي چمتوالي په اړه خبرې وکړې. سرچینه کاږي، د برېښنایي تذکرو د وېش د ادارې لوی رئیس همایون محتاط د برېښنایي تذکرو د امتحاني بهیر د پیل په اړه وویل، غواړو لومړی دغه بهیر د کابل ښار د نوم لیکنې په اتو مرکزونو او په ۲۴ وزارتونو کې پیل شي. ده جمهور رئیس ته ډاډ ورکړ چې د دې ادارې ستونزې حل شوې او په دغه اداره کې ښه کاري ظرفیت رامنځته شوی دی.