په میوند ولسوالۍ کې د هاوان مرمۍ ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64734
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-17

د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر کورونو د هاوان مرميو د لګېدو له امله يوه نجلۍ وژل شوې او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي. پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د دې ولسوالۍ په لنډي کارېز سيمه کې شوې ده. د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايي د ميوند ولسوالۍ د لنډي کارېز په سيمه کې د ملکي وګړو پر دريو کورونو د هاوان مرمۍ لګېدلې دي. هغه زياته کړه، دغه مرمۍ د وسله والو مخالفينو له خوا توغول شوې چې درې سړي او ٥ مېرمنې يې ټپيان کړي دي. خو د سيمې اوسېدونکي وايي په دې پېښه کې يوه ديارلس کلنه نجلۍ وژل شوې او ٧ تنه نور سخت ټپيان شوي دي.