د کندهار والي پر مرکزي اداره نيوکه کوي ، چي د روغتيا په برخه کي يي کندهار ته توجه نه ده کړي او لازمه ده چي دلته د خلکو ستونزي برسيره او د خلکو د روغتيا يي ستونزو د حل دپاره مرکزي اداره خپله توجه زياته او جدي کړي .
دا څرګندوني نن دوشنبه د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د عامي روغتيا رييس فيروزالدين فيروز ته د يوې روغتيايي غونډي پر مهال وکړي .
بلخوا د عامي روغتيا وزير د کندهار د عامي روغتيا د ريس ډاکټر عبدالقيوم پخلا استعفا هم رد کړه او هغه يي کار ته وهڅوی .
د کندهار ليري پرتي ولسوالۍ دا مهال هيڅ راز روغتيايي خدمات نه لري او ښار ته په پرتو نژدې ولسواليو کي هم د خلکو اړتيا ته په کتلو سره دا ستونزه موجوده ده .
د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي وايي : ( د روغتيايي خدماتو فيصدي دري ديرش سلنه ده چي ناورين دی ، د درملو د ځانګړي مارکيټ دپاره مناسب او معياري ځای نسته او موږ اماده يي چي د دې ستونزي د حل دپاره ځمکه ورکړو ، د روغتيايي تشکيل په برخه کي کمبود دی او بايد کمبود يي پوره سي . )
د کندهار والي جدي غوښتنه وکړه ، چي مرکزي اداره په دې برخه کي جدي کار وکړي او په دې برخه کي يي د کار کولو د خلکو حق او د دولت مسووليت وباله .
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د روغتيا هيواد ته د روغتيايي درملو صادرات ، په کندهار کي دننه رانيول ، خرڅول او ساتل ټول غيرقانوني وبلل .
نوموړي وويل ، چي دلته د درملو د مسلکي پوهانو نه شتون هم هغه لويه ستونزه ده چي له امله يي روغتيايي ستونزي زياتي سوي او د درملو پيژندنه په ډيرو ستونزو سره کيږي .
ډاکټر پخلا د واکسين ، روغتيايي ستونزو او لاسته راوړنو په اړه هم وزير او والي ډاکټر همايون عزيزي ته معلومات ورکړل ، خو لويه انديښنه يي د بې کيفيته او تر وخت تيرو خوراکي توکو د ډيريدو په اړه وه .
وزير فيروزالدين فيروز هم د کندهار روغتيايي ستونزي جدي وبللې ، هغه که څه هم ناامني جدي ستونزه وبلل خو د حل دپاره يي د لاري پر پيدا کيدو ټينګار وکړ .
نوموړي په دې برخه کي د وزارت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ وړاندي کړ او خپل پلانونه يي ولايتي ادارې ته وړاندي کړل .
د کندهار د عامي روغتيا رييس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د مرستنديه موسسو سره د لانجي پر سر له خپلي دندي هم استعفا کړې ده خو وزير د هغه استعفا ردکړه او هغه يي کار ته وهڅوی .
نوموړي له ډاکټر پخلا وغوښتل ، چي وطن ته د کار کولو روحيه ژوندۍ وساتي او د ستونزو د حل دپاره مقاومت وکړي . پخلا د خپلي استعفا لامل په ارغستان ولسوالۍ کي د بي کيفيته واکسين له امله د دريو ماشومانو د وژني پر سر لانجه وبلل او زياته يي کړه چي هغوی په دې برخه کي داسي کړني کړي وي چي تهديد او ستونزه ټوله ده ته راجع کيدل .