اسټرالیا افغانستان ته د خپلو وګړو په تلو بندیز لګولی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64740
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-17

د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خپل هېواد وګړي افغانستان ته له سفر څخه منع کړي دي. د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي له کبله د افغانستان امنیتي وضعیت خطرناک بللی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خپلو اتباعو غوښتي چې له افغانستان څخه ووځي او هغه کسان چې په دغه هېواد کې پاتې کېږي، باید د اوسېدو په ځای کې له امنیتي تدابیرو ځان ډاډه کړي. اسټرالیا دغه ګام وروسته له دې پورته کړی چې وسله والو پرون له کابل ښار څخه یوه جرمنۍ مرستندویه کارکوونکې وتښتوله.