د هلمند ولایت دامنیه قوماندانۍ یوې سرچیني وویل پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې او د دغه پولیس د نیولو لپاره هڅې روانې دي.سرچینه وايي، د تښتېدلي پولیس دقیق هویت مالوم نه دی او له ځان سره يې د پوستې ټولې وسلي او مهمات وړي دي.څو ورځې وړاندې په ګرشک ولسوالۍ کې هم یوه پولیس خپل شپږ ملګري ووژل او په تېښته بریالی شو.د هلمند والي میرزاخان رحیمي تېره ورځ په یوه نظامي غونډه کې د دغه مرموزو وژنو په اړه د هلمند امنیتي مسوولینو ته خبرداری ورکړ؛ که چېرې د دغه ډول وژنو د مخنيوي ترڅنګ د امنیت په برخه کې ژر تر ژره مثبت تغیر رانه ولي؛ له دندو به يې لېرې کړي.