وسله والو په پروان کې د ملي اردو یو سرتېری وژلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64742
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-17

وسله والو طالبانو د پروان په شينوارو ولسوالۍ کې يو پوليس سرتېرى د خپلې کورنۍ په مخکې پر ډزو وژلى او د ملي اردو دوه بريدملان او يو محصل يې له ځان سره بيولي دي. د شينوارو ولسوالۍ امنيه قوماندان حسين شاه مقصودي وايي چې دا پېښه تېره شپه د دې ولسوالۍ په باغ افغان سيمه کې رامنځه شوې ده. هغه وويل چې وژل شوى سرتېرى عبدالولي نومېږي. نوموړي زياته کړه چې عبدالولي په کابل کې دنده درلوده او د رخصتۍ تېرولو لپاره باغ افغان سيمه کې خپل کلي ته راغلى و. نوموړي څرګنده کړه چې د ملي اردو دوه بريدملان او دغه محصل هم د باغ افغان اوسېدونکي دي. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوه ټيلېفوني پيغام له لارې ويلي چې طالبانو تېره شپه په دې سيمه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژلى او درې نور يې نيولي دي.