ستانکزی: پاکستان د افغانستان پر وړاندې جګړه اعلان کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64747
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-08-18

د ملي دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی وایي چې پاکستان د افغانستان پرضد جګړه اعلان کړې ده. معصوم ستانکزي ویلي د طالبانو له نوي مشر سره په پاکستان کې په ښکاره د بیعت لپاره غونډه وشوه او د دې غونډې برخه والو اعلان وکړ چې دوی به په افغانستان کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي. ستانکزي زیاته کړه چې په همدې غونډه کې طالبانو د دغو وروستیو جنایتونو چې په کابل کې وشول، مسوولیت ومانه. د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر په داسې وخت کې دا خبرې کړې دي چې د راپورونو له مخې د طالبانو یو شمیر جګپوړیو مشرانو په ښکاره په خیبر پښتونخوا کې غونډې کړې او په هغې کې یې د ملا محمد عمر د ځان ناستې د ټاکلو مسئله څېړلې ده.