امريکا د افغانستان پر وروستيو نا امنيو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ له ګواښونو سره د مقابلې لپاره د ولسمشر غني د اقداماتو ملاتړ کړى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جان کربي ویلي دوى د افغانستان او په ځانګړې توګه د کابل او شاوخوا سيمو پر وروستيو امنيتي حالاتو اندېښمن دي. د هغه په وينا، افغان امنيتي ځواکونه د تاوتريخوالي او نا امنيو د له منځه وړلو لپاره خپله دنده په ښه توګه ترسره کوي، خو طالبان تل په دې ورځو کې خپل بريدونه زياتوي. کربي وايي اوس هم په افغانستان کې شاوخوا لس زره امريکايي سرتېري او زرګونه نور نړيوال ځواکونه مېشت دي چې له افغان ملي ځواکونو سره مرسته او همکاري وکړي.