د هيواد د مرکز او نورو ولايتونو تر څنګ په کندهار کي هم د خپلواکۍ ۹۶ يمه کليزه په خورا درنو مراسمو سره ولمانځل سوه .
د نورو کلونو په پرتله سږکال په کندهار کي د هيواد د خپلواکۍ جشن په زړه پوري دی او د لمانځلو مراسم يي په جم او جوش کي دي .
د دې مراسمو مهمه برخه په ۲۰۵ اتل قول اردو کي برابره سوي وه چي د افغان فوځ د منظمو ځواکونو تر څنګ د کندهار والي او نورو امنتي چارواکو هم ګډون پکښي کړی وو .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي د خپلي وينا پر مهال د وطن د ساتني دپاره د افغان سرتيرو سرښندني وستايلي او هغوی يي وهڅول ، چي د خپلواکۍ د ساتني دپاره خپل مرال او عزم قوي وساتي .
نوموړي وويل ، چي د هيواد دښمنان دي د افغانانو تاريخ ته ځير سي او زموږ له ميړانو دي ځانونه خبر کړي .
د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان بريدجنرال داودد شاه وفادار د امنتي ځواکونو له لوري ډاډ ورکړ چي د وطن د دښمن د نابودلو دپاره د دوی اراده قوي ده .
د مراسمو په وروستيو کي فوځي نظامي تشريفات هم تر سره سوه ، چي پر مهال يي د افغان فوځ مجهزتيا او مسلکي روزنه روښانه سول .
د خپلواکۍ د جشن د لمانځلو په موخه کندهار ښار او ولسوالۍ ټول په ملي بيرغونو پوښل سوي دي او عام خلک دا ورځ په اتڼونو او خوښيو لمانځي .