د ترکيې په جنوب ختيځ کې چاودنې اته پوځيان وژلي. ويل کېږی چاودنه هغه مهال شوې کله چې يو پوځي موټر له سيمې تېرېده. تراوسه هېڅ کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو ويل کېږي کېدای شي بريد د پي کې کې، اورپکو کړی وي. پي کې کې دغه بريدونه له ترکیې سره د دوه کلن اوربند له ماتېدلو وروسته پیل شوی دي. دوه کاله وړاندې ترکیې او د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) تر منځ دوه کلن اوربند اعلان شوی و چې څو اوونۍ وړاندې د ترکيې له خوا پر دوی له بمبارۍ وروسته مات شو.