د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم وايي د فاریاب په جګړه کې یو شمېر پاکستاني پوځیان وژل شوي دي. دوستم په غورماچ کې د خبرو پر مهال ویلي چې د فاریاب جګړه د پاکستان د استخباراتي ادارې جګړه ده. نوموړي ویلي چې په دغه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې یې د خواجه کتني، هزار قعله او چهارشنبې د بازارونو پر نیولو سربېره د قیصار غورماچ لاره هم له وسله والو پاکه کړې ده. نوموړي یادونه کړې چې د حکومت د فشار له کبله د دولت اباد، پښتون کوټ، المار، قیصار، غورماچ او بالارمرغاب ولسوالیو زر تنه وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای کېدو ته اړ شوي دي.