د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د ای اېس ای د پخواني مشر جنرال حمیدګل پر مړینه خواشيني څرګنده کړې ده. د پاکستان د امت ورځپاڼې د راپور له مخې ملا منصور ویلي چې د طالبان بل لاس هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ. حمید ګل د اتیایمې لسیزې په پای کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر و او د ډېرو افغانانو په باور د افغانستان په ویجاړولو کې یې مهم رول ولوباوه. اُمت ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا منصور له قوله د حمید ګل د کورنۍ له غړیو سره غمرازي کړې ده. ورځپاڼه وايي چې د حمید ګل کورنۍ ته د منصور په پیغام کې ویل شوي چې طالبانو هغه وخت خپل یو لاس وبایله چې ملا محمد عمر اخوند مړ شو او بل لاس یې هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ.