پاکستان د دغه هېواد پر وړاندې د افغان حکومت د وروستي دریځ په غبرګون کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر احضار کړی . د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي افغان سفیر جانان موسی زي ته یې پر پاکستان د افغان حکومت د تورونو او وروستي رسنیز کمپاین په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. سرچینې د بهرنیو چارو د وزیر له قوله ویلي چې دغه ډول تورونه دوه اړخیز باور او د اړیکو د جوړولو لپاره د سخت کار په پایله کې رامنځته شوی چاپیریال زیانمولی شي. نوموړي ویلي پاکستان هڅه په اخلاص هڅه کړې چې د یو او بل د ملامتولو د لوبې مخه ونیسي.