د خاص اروزګان ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان ملا صمد دوه زامن او شپږ پولیس یې به یوه تکتیکي چاودنه کې وژل شوي دي.د اروزګان ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال توریالي عبدیاني وویل چې پرون ماذیګر د ملا صمد کور ته نږدې چاودنه شوې ده.په خاص اروزګان کې یوې دولتي سرچینېوویل چې چاودنه د دې ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان ملا صمد په کور کې شوې ده.د سرچینې په وینا، وسلوالو طالبانو له لرې ساحې څخه د ملا صمد کور ته یا تونل وهلی و او کله چې یې کور ته رسیدلی نو د بیلر په وسیله یې چاودنه ورکړې ده.دغې سرچینې وویل چې په دې چاودنه کې د ملا صمد دوه کوچني ماشومان او شپږ پولیس یې وژل شوي دي.په یوه بله پیښه کې چې تېر ماخوستن په ترينکوټ ښار کې شوې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.