ولسمشر اشرف غني د حاجيانو د لېږد بهير د پيلېدو هرکلى کړى او لارښوونه يې کړې، چې حاجيانو ته داسې تدابير ونيسي، چې له امله يې ټول افغان حاجيان په پوره ارامۍ د حج فريضه ترسره کړي. د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي،د ولسمشر غني په لارښوونه د حاجیانو د لېږد کمېسیون او د حج او اوقافو وزارت مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې حاجیانو ته داسې تدابیر ونیسي، چې له امله یې ټول افغان حاجیان په ارامه روحیه انتقال شي او په پوره ارامي د حج سپېڅلې فریضه ادا کړي.د خپرپاڼې د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې سږکال څلرویشت زره،حاجیان حج د ادا کولو په موخه بیت الله شریف ته ولېږدول شي.