اسراییلي پوځ وایي بریدونه یې د دغه هیواد دجولان له سیمي د توغول شویو راکټونو په بدل کې کړي دي .اسرایلي پوځ دا عملیات له هغه وروسته وکړل ،چې څلور راکټونه د سورې اړوند د جولان له لوړې د اسرایلو خواته وتوغول شول خو چاته په کې زیان نه وو اوښتی. د سوریې دولتي اژانس سانا زیاته کړې،چې اسراییلي هیلي کاپترو دولتي ودانۍ په نښه کړې، خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی .