د امریکا په متحدو ایالتونو کې مېشت افغانان سبا له ترهګرۍ سره د پاکستان د ملاتړ پر ضد لاریون کوي. امریکا مېشتې افغانان، چې د افغان امریکایانو ټولنه بلل کېږي، وايي چې دا مظاهره د دې لپاره کوي چې د افغانستان او پاکستان حکومتونه همکارۍ او د ترهګرۍ او سختدریځۍ پر ضد مبارزې ته وروبولي. د لاریون یوې ترتیبوونکې عایشې وهاب ویلي:«د طالبانو مشر دوه کاله پخوا په پاکستان کې مړ شو، اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال په پاکستان کې ووژل شو خو لا هم په دغه هیواد کې د تروریستانو د روزلو کمپونه فعال دي او بې شمېره بمونو او بمي حمله کوونکو ته اجازه ورکوي چې افغانستان ته ولېږل شي.» اغلې وهاب همداراز ویلي دغه لاریون د افغانانو، امریکایانو او هر هغه چا لپاره ده چې له تاوتریخوالي ستومانه شوي او د سختدریځۍ، ترهګرۍ او د بې ګناه انسانانو د وژلو پای ته رسېدا غواړي.