ای زما د پلرو خاوری ، زه عسکر یم ستا د پاره
د جګړی ډګر ته ځمه ، ماته وشیه دا لاره
ځم سنګر ته روانیږم ، قربانی ته یم تیاره
ستا د مینی له هیبته ، پورته شومه ، شوم بیداره
پرتا ځان قربانه ومه ، ته زما د پلار نشان یې
ای زما مورنی خاوری ، هسی دیر راباندی ګران یي
د میرویس ناری را یاد کړم ، د یرغل په سرو لمبوکی
د غلیم وینی به تویی کړم ، د جګړو په میدانوکی
ستا بیرغ به را اوچټ کړم ، لوړو غرو کی او درو کی
ستا سنګر کی به پاتیږم ، هره ورځه او شیبوکی
په سرو وینو دی ساتمه ، ته زما د مور په شان یي
ای زما مورنی خاوری ، هسی ډیر راباندی ګران یي
زما د تورو له هیبته ، هری خوا چیغی ناری وی
هره لویشته ستا له خاوری ، د غلیم به جنازی وی
د جګړی په سره ډګر کی ، د دښمن پاته خیمی وی
هر مورچل باندی راپورته ، زما د سر لنګی شملی وی
په میړانه دی ساتمه ، ای وطنه ته می ځان یی
ای زما مورنی خاوری ، هسی ډیر راباندی ګران یي
تا به ساتمه وطنه ، یا په تن باندی کفن کړم
خپل د تورو په نڅا کی ، پر دښمن باندی اټن کړم
د غلیم هره شیبه کی ، ړون سحار یي ماسختن کړم
ستا په خاوری هر یرغل ته ، هدیری به د دښمن کړم
ګرانه زما افغانستانه ، د « وحید » شوکت او شان یي
ای زما مورنی خاوری ، هسی دیر راباندی ګران یي
اثر : وحیدالله « خیرزاد »
ولایت نیمروز – شهر زرنج
مورخ : 07 / 05 / 1394