آی اېم اېف او نړيوال بانک د نتن ماير روټسچايلډ او د نړۍ د دېرشو - څلوېښتو نورو شتمنو لخوا کنټرول، او يو پلان سوې اداره ده. دا ډله د يوې نيمي پېړۍ څخه شروع آن تر اوسه د نړۍ ډېره برخه د پيسو په ذريعه کنټرول کړې او د خپلي غلامۍ په ولچکونو يې ډېر ملکونه ايثار کړي. د نړيوال بانک پخوانۍ لوی اقتصادي مشاور جاو سټيليټز هم ددې وجهي څخه د کاره وه ايستل سو کله چي يې د نوموړي دوو پروژه ييزو سازمانونو په اړوند پټ اسنادونه وه نړۍ ته وړاندي کړل.
روټسچايلډ چي يو يهودي النسله خاندان سره تړاؤ لري، يو د پټو شتمنو خلکو څخه شمېرل کيږي. امريکايي مؤرخ جان ډېلن د لومړي او دويمي نړيوالي جګړې لاملونه هم د دوی د خاندان په لاس لرلو ياد کړي. د روټسچايلډ د کورنۍ مهم اصل دادی چي دوی غواړي د هر ملک څخه ثابته شتمني چي په اقتصادي ژبه کي ورته (Fixed Assets) وايي په خپل واک کي راولي. د ثابتي شتمنۍ مانا دا چي د ملکونو د پيسو ارزښت له همدې اقتصادي ويي څخه ټاکل کيږي. د بېلګي په توګه، هغه خليجي هيوادونه چي د ثابتي شتمنيو څخه مالمال دي د پيسو ارزښت يې تر هرو نورو ډېر وي لکه، کويټ، عمان او داسي نور... چي زر او تېل لري. دا سازمانونه په عيني بڼه خپل ستراتيژيکي کارونه مخته وړي.
روټسچايلډ په خپله وينا کي وايي، ("Let me issue and control a nation's money and I care not who writes the laws." Mayer Amschel Rothschild (1744-1812), founder of the House of Rothschild.) ژباړه: ما پرېږده چي د ملک پيسه کنټرول او توزېع کړم، او زما يې ددې سره کار ندی چي کوم يو يې قانون ليکي.
کله چي لومړی نړيواله جګړه او دويمه نړيواله جګړه را منځ ته سوله ډېرو مؤرخينو او اقتصاد پوهانو د ګټلو ملکونو زيان له دې علت سره تشبيه کړ چي، د ملکونو ثابته شتمني له منځه تللې ول. د مثال په توګه انګلستان چي کله په لومړی نړيواله جګړه کي د (Allied Countries) سره په جګړه کي مخامخ سول د ګټلو سر بېره بيا هم د ډېرو زيانونو سره مخامخ سول. انګلستان چي کله د جګړې مرکز ته داخل سوی ؤ د اسلحې د کمبودتيا سره مخامخ سو. له دې وجهي يې غوښتل چي اسلحه رانيسي. څرنګه چي نوموړې کورنۍ په وخته د پيسو په را کړه ورکړه کي خورا زيات مهارت درلود وه انګستان ته د پيسو د ورکولو لپاره يو درخواست وړاندي کړ. هغه درخواست په دې توګه ؤ چي د يوې روپۍ لپاره يې دوې روپۍ ورکولې مګر په هغه صورت کي کله چي انګلستان خپل زر پر روټسچايلډ خرڅ کړي. هغه ؤ چي جګړه په آخر کي د انګستان په ګټه تمامه سول، بيا هم انګلستان لوی اقتصادي زيان وليد او ددې زيان پايله دا وګرځېدله چي انګلستان خپل لوی دولتي بانک وتړی.
جاو سټيګليز (د نړيوال بانک پخوانۍ لوی اقتصادي مشاور) دمخه د کار تر ايستلو لاندني درې نقطو ته اشاره وکړل او دا يې وويل: (هغه ملکونه چي د آی اېم اېف – نړيوال بانک سره ثبت دي په آخر کي به ددې لاندني نقطو څخه برخمن وي):
۱: د يو نړېدلي اقتصاد لرونکی به وي.
۲: يو برباد سوی حکومت به پکښي ايجاد سي.
۳: کله نا کله شخړي، اړو دوړ او د اورونو فوراې به هم وويني.
جاو سټيګليز د ځان سره ځيني پټ اسنادونه وړي وه او هغه يې د رسنيو له لاري ټوله نړۍ ته وړاندي کړل. نوموړي پټ اسنادونه چي د آی اېم اېف/نړيوال بانک په اړوند وه د څلورو نقطو لرونکي وه. دا هغه نقطې دي چي آی اېم اېف دمخه تر دې وه تاسو ته پيسې د اوږد مهاله دور لپاره په قرض ورکړي، د هر ملک څخه لاندني نقطې يې هم په يوه او بله بڼه غوښتلې:
۱: يو پټ هوکړه ليک چي د ۱۱۱ مادو لرونکو لرونکی ؤ، لاسليک کړي.
۲: ملک بايد پر دې هو کړه وکړي چي ددوی ثابته شتمني پر همدغه دوو سازمانونو خرڅه کړي – اوبه، برق، ګاز، تېل، زر. او داسي نور.
۳: په داسي اقتصادي نقطو باندي هو کړه وکړي تر څو هغه نقطې وکولای سي د ملک د بربادۍ لامل وګرځول سي.
۴: آی اېم اېف به د ملکونو څخه د ثابته شتمنۍ د رانيولو له پاره په ميليارډونه ډالر د ملکونو وه سياسي او واک داره خلکو ته د هغوی په سويس بانک حسابدارۍ کي واچوي.
نوټ: که چيري ملکونه په پورتني څلورو نقطو باندي هوکړه وه نه کړه، دوی به د نړيوال قرض څخه په بشپړه توګه بند سي.
د ارجنټاين پلان:
په هماغه پټو اسنادونو کي د ارجنټاين حکومت د ړنګېدلو لاملونه هم څرګند سوي وه.
د ارجنټاين پلان د نړيوال بانک د ريس جيم والفينسم په ذريعه لاسليک سول. ارجنټاين په پنځو هفتو کي شپږ ولسمشران تبديل کړل دا ځکه چي د ارجنټاين حکومت په بشپړه توګه تباه سوی ؤ. دا تباهي له دې وجهي وه چي په 1980 مېلادي کال کي ملک د آی اېم اېف او نړيوال بانک تر امر لاندي کارونه مخ ته يو وړل سول او د ملک زياتره ثابته شتمني يې پر نړيوال بانک او آی اېم اېف وپلورل. او بيا وروسته يې پر خلکو ماليه هم ولګول.
دوی غټ حکومت جوړ کړ او د غټ حکومت واک يې وه شخصي سازمانونو (IMF and World Bank) ته په لاس ور کړ.
نوموړي سازمانونو د ارجنټاين وه واکدارانو او د حکومت وه سياسي چارواکو ته په ميليارډونو ډالر د هغوی په سويس بانک حسابدارۍ کي جمع کړل.
آی اېم اېف او نړيوال بانک ۵۱٪ د امريکا متحده ايالاتو د خزانې څخه جوړ سازمانونه دي.
راټسچايلډ او ايلوميناټي (Rothschild and the Illuminati)
د آی اېم اېف – نړيوال بانک په لاندني دريو مرحلو کي د ملکونو اقتصاد بربادوي او د خلکو ذخايري له منځه وړي. دا درې مرحلې په لاندي بڼه دي:
۱ – لومړی تاسو ته نوموړي سازمانونه يو (capital market) خلاصوي. دا په دې مانا چي ستاسو داخلي بانکونه پر نړيوالو بانکونو خرڅوي.
۲ – وروسته تر هغه د مارکيټ قيمت ګذارني (market-based pricing) سيستم را منځ ته کوي. ددې سيستم په ذريعه آزاد مارکېټ را منځ کوي لکه د امريکا په کليفورنيا آيالت کي چي د (free market)په څېر کارونه مخته وړل کيږي.
۳ – او بيا بلاخره بندرونه او سرحدونه د تجارت لپاره درته خلاصوي او د بشپړه آزاد تجارت نوم ورکوي.
دا پروسه داسي ده لکه د ترياکو جګړه. په اصل کي هيڅ آزاد تجارت ندی؛ دا يو مستعمراتي تجارت دی، يوه جګړه ده. دوی ستا د ملک د اقتصاد زياته برخه اخلي. چين د امريکا متحده آیالاتو پر تجارتي لوازماتو ۴۰٪ فيصده ماليه لګولې، مګر امريکا د چين پر تجارتي لوازماتو فقط ۲٪ فیصده ماليه لګولې. موږ وه دې ته يو آزاد او سالمه تجارت نه وايو. په اصل کي ملک خپلي صنعتي فابريکې مجبوروي او پرې فشار واردوي تر څو دا په ذهن کي واچوي چي نړيوال سوي ملکونه (globalist countries) پر موږ بشپړه کنټړول لري، او دوی موږ قبضه کړي يو.
وال – مارټ
وال – مارټ چي د نړۍ لوی جزئي/عمده فروشي مارکيټ دی، د نيمي نړۍ څخه هم زياتو مملکتونو کي خپل لوی لوی مارکېټونه لري. وال – مارټ خپل مرکزي دفتر په امريکا کي لري. ايلوميناټي وال – مارټ رانيولی، عجيبه داده چي وال – مارټ ۷۰۰ مارکيټونه په چين کي لري. ددې مارکيټونو په فعاله کولو کي همدا لوی راز دا ؤ چي چين په هرو شرايطو کي د بل نوم تر اثر لاندي خپل په توليد يې غلام کړي، او په حقيقت کي دا ستراتيژي يې مخ ته يو وړل او اوس هم پرې لګيا دي.
په وال – مارټ کي ډېر کم څيزونه به د امريکا متحده آیالاتو وي؛ هر څه د هماغه ملک او يا نورو ملکونو څخه وي. دوی (Wal - Mart) خپل پر توليد لوی لوی بيرغ لګولی او پر هغه يې (Buy American) ليکلی، یاني امريکايې توليد رانيسئ په داسي حال کي چي ډېر کم به د امريکا جوړ سوی توليد وي.
ددې سازمانونو يو اصل دا هم دی چي کله يو ملک غواړي د شموليت لپاره غړيتوب حاصل کړي، بايد خپل د شموليت سهم د پيسو نه بلکه د سرو زرو په بدل کښېږدي.
دا سازمانونه تر اوسه هم په دې لګيا دي تر څو څرنګه وکولای سي ټوله نړۍ ته سودي سيستم وړاندي کړي او په همدغه سيستم باندي د هغوی پښې په ولچکونو کي بندي وساتي. ځکه په سودي سيستم کي د اصلي شتمنيو لرونکی ګټور وي په داسي حال کي چي نوموړي سازمانونه ښه ډېره ثابته شتمني لري.
رحمت الله پښتون
B.A. (Eco & Stats), M.B.A. (Finance)