چين وايي ، چي د افغانستان د ثبات دپاره خپلي هڅي ګړندۍ کوي او هڅه کوي چي په دې هيواد کې د ټيکاو او سولې دپاره حکومتداري پياوړي او اقتصادي پراختيا رامنځ ته کړي .
دا څرګندوني په افغانستان کي د چين هيواد سفير کندهار ته په دوه ورځني سفر کې وکړي .
کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي ، د سوداګريزو خونو مرستيال حاجي محمد يونس مومند او دولتي ريسانو هغه ته د لوی کندهار بنسټيزي ستونزي او غوښتني بيان کړي .
په غوښتنو کي د نورو څرګندونو تر څنګ په کندهار کي د بريښنا پر جوړيدو، د چين هيواد د قونسلګرۍ پر پرانستل کيدو او حکومتدارۍ د پياوړي کيدو دپاره د ظرفيت پر جوړوني ټينګار وسو .
روغتيايي چارواکو د ) ميرويس روغتون ( چي څلويښت کاله مخکي د چين هيواد له لوري د جوړ سوي پر ترميم او نورو روغتيايي اسانتياوو پر برابريدو ټينګار وکړ .
د چين هيواد سفير ( دينګ زيجن ) د خپلو خبرو پر مهال خبر ورکړ ، چي سفر يي دوه ورځنی دی او ټولي غوښتني به څرګندي او ياداښت کړي او زياته يي کړه ، چي چين خپل امنيت او ثبات په افغانستان کي ويني ، نو هڅه کوي چي د افغانستان د سولې ، امنيت او اقصادي پياوړتيا دپاره چاري ګړندۍ کړي .
نوموړي په خپله تازه ژمنه کي د حکومتدارۍ د پياوړتيا دپاره د ( ۳۰۰۰ ) افغان مامورينو روزنه او تر ۲۰۲۰ کاله پوري هر کال د تحصيلي بورسونو له لاري د ( ۵۰۰ ) افغان ځوانانو روزل ياد کړل .
د چين د سفير د راتګ دپاره په کندهار ښار کي کلک امنتي تدابير نيول سوي دي ، نوموړی به دوشنبه هم په کندهار کي وي او پر مهال به يي د بيلابيلو غونډو او کتنو پر مهال د لوی کندهار اړتياوي ځان ته معلومي کړي .