د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د هېواد په کچه ټول ۱۲۰۰ کانونه له بېلابېلو ګواښونو سره مخ دي.
د کانونو او پټرولیم وزیر داوود شاه سبا چې وړمه ورځ یې د وزیرانو شورا په نوبتي غونډه کې خبرې کولې، وویل چې دغه کانونه له غیر مسلکي کیندنو څخه نیولې، د ځايي نا مسوولو وسلوالو، وسلوالو مخالفینو او قاچاقبرانو له ګواښ سره مخ دي.
داوود شاه سبا وویل چې د هېواد په یو شمېر سیمو کې کانونه او په ځانګړې توګه قیمتي ډبرې په غیر مسلکي ډول استخراج او په نا قانونه لارو بهر ته قاچاق کېږي.
د کانونو وزیر چې د هېواد کانونو د ساتنې لپاره یې د وزیرانو شورا غونډې ته یوه طرحه هم راوړې وه، د هېواد د کانونو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.
هغه وړاندیز وکړ، چې د تر ځمکې لاندې د کاني زېرمو د ساتنې او بهر ته د قیمتي ډبرو د قاچاق د مخینيوي لپاره دې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شي.
د نوموړي د وړاندیز له مخې، دغې کمېټې ته باید واک ورکړل شي چې په دې اړه ټولې ستونزې په دقیق ډول وڅېړي او حل لاره ورته پیدا کړي.
د اجرائیه ریاست مطبوعاتي دفتر وايي، چې د وزیرانو شورا د کانونو د وزیر یاد وړاندیز تایید کړ.
وزیرانو شورا د کورنیو چارو او د کانونو وزارتونو په مشرۍ د ملي امنیت ریاست، ملي دفاع، اطلاعاتو فرهنګ او د حج او اوقافو وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په غړیتوب د کانونو د ستونزو د څېړلو په موخه یوه کمېټه جوړه کړه.
دغه کمېټه به میاشتنۍ غونډې کوي او تر ځمکي لاندې د هېواد د ټولو کاني زېرمو د ساتني او ښې استفادې لپاره لازم فعالیتونه کوي او راپور به یې وخت پر وخت وزیرانو شورا ته وړاندې کوي.
ولسمشر اشرف غني هم پرون د فساد پر وړاندې د مبارزې په اړه د علماوو یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان کانونه خوندي نه دي او د هېواد د راتلونکې لپاره د یوې ډاډمنې زېربنا په توګه په پام کې لري چې کانونه خوندي او سم مدیریت شي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې نن ورځ د افغانستان کانونه، ځنګلونه او تاریخي شتمنۍ د قاچاقبرو په لاس تالا کیږي.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د کانونو وزیر د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره پر یوه پلان کار کوي او چا ته به اجازه ور نه کړي چې د ملت دغه شتمنۍ لوټ کړي.
ولسمشر غني کانونه د افغانستان لپاره یوه حیاتي موضوع وبلله او زیاته یې کړه چې چې پر کانونو باید داسې پانګونه وشي، چې تر راتلونکو ۴۰۰ کلونو پورې افغانانو ته خواړه برابر کړي.
حاضر دمه د هېواد په یو شمېر ولایتونو او په ځانګړې توګه په نا امنو سیمو کې د قیمتي ډبرو نا قانونه کیندنې جریان لري چې ځايي زورواکي او ان وسلوال مخالفین په کې ښکېل دي.
د راپورونو له مخې، د نورستان، کونړ او بدخشان په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې کرومایټ او لاجورد ډبرې په پراخه کچه قاچاق کېږي.