په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي او د کندهار ولايتي شورا په تذکرو کي د افغان او اسلام د کلمو پر ليکلو ټينګار کوي او وايي چي په هيڅ ډول تر خپل هويت نه سي تيريدلای .
هغوی دا څرګندوني تيره ورځ د کندهار ښاروالۍ په تالار کي د دولتي کارکوونکو ، مدني فعالانو او خبريالانو په ستاين غونډه کې وکړي .
د ولسي جرګې غړي حميدزي لالي وويل ، چي افغان زموږ هويت دی او اسلام مو دين دی ، له دې کلمو تيريدل هيڅ کله نه مني او دولت اړ دی ، چي د هويت په تذکرو کي دا کلمو ته ځای ورکړي .
د ولايتي شورا غړي عطاالله عطا هم پر دې خبره ټينګار وکړ او زياته يي کړه چي کندهار په تذکرو کي د افغان او اسلام کلمې غواړي ؛ نوموړي وويل ، چي خپل هويت او دين هيرول هيڅ افغان وجدان نه مني .
ښاغلي لالي او ولايتي شورا د کندهار د نظامي او ملکي ادارو وروستي کارونه وستايل او د کندهار والي او امنيه قوماندان څخه يي مننه وکړه ، چي د خلکو دپاره کار کوي .
د کندهار ولايت مقام اداري او مالي رييس عبدالحنان منيب د ولايتي ادارې په استازيتوب د ولايتي شورا او ولسي جرګې څخه مننه وکړه ، چي د ولايتي ادارې کارونو ته پاملرنه کوي او په دې برخه کي يي د دوی تر څنګ د خلکو همکاري هم اړينه وبلل .
په وروستيو کي دولتي کارکوونکو ، ورزشکارانو ، مدني فعالانو او خبريالانو ته ستاين ليکونه هم ورکړل سول .