قطر په کابل کې خپل سفارت پرانیزي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64885
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-05

په پام کې ده د قطر سفارت په کابل کې پرانيستل شي. د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني له خپل قطري سيال دوکتور خالد بن محمد العطيه سره پرون په کابل کې د دې تر څنګ پر نورو مسايلو خبرې وکړې. اعلاميه وايي دواړو لوريو په کابل کې د قطر د سفارت د پرانيستل کېدو پر لارو چارو هم خبرې وکړې. په اعلاميه کې نه دي ويل شوي چې دغه سفارت به کله پرانيستل کیږي. دوه کاله مخکې هم د افغان او قطري چارواکو له خوا په کابل کې د قطر د سفارت د پرانيستل کېدو په اړه خبرې شوې وې. ټاکل شوې په نژدې راتلونکي کې د افغانستان او قطر ترمنځ ځينې تړونونه هم لاسليک شي.