نن افغانستان د عالي رتبه چارواکو کوربه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64887
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-05

افغانستان به نن د سام يا د عالي رتبه چارواکو د غونډې کوربه دی. ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام دغه غونډه په ارګ کې په خپلې پرانيستونکې وينا سره پرانيسته. ښاغلي غني د لندن کنفرانس د ژمنو په رڼا کې پر شويو پرمختګونو خبرې وکړې او د افغانستان د اقتصادي او پراختيايي پلانونو په باب يې معلومات وړاندې کړل. د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د اعلاميې له مخې ښاغلي غني ويلي په افغانستان پورې اتکا دغه هېواد ته زمينه برابروي چې د سوداګرۍ او کارموندنې په برخه کې پرمختګونه ولري.