چاودنې په اروزګان کې ۵ کارګرانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64889
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-05

داروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د چاودنې له امله پنځو کاریګرو مزدورانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.د دې ولایت د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب وویل چاودنه پرون د ترینکوټ ښار اړونده د مراباد په سیمه کې د سړک جوړونې پر کاریګرو شوې وه.هغه زیاته کړه چې دغه کاریګر په مراباد سیمه کې تر کار وروسته بیرته ښار ته روان وو، چې په لاره یې پر موټر چاودنه وشوه.دی وایي چې په دې چاودنه کې دوه کاریګر وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي