د متحدو عربي اماراتو جنګي الوتکو په يمن کې بمباري کړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64891
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-05

د متحدو عربي اماراتو جنګي الوتکو په يمن کې په نويو هدفونو هوايي بريدونه کړي.دغه بريدونه له هغه وروسته کېږي چې د اماراتو ۴۵ سرتېري په يمن کې د حوثي ياغيانو د راکټ بريدونو له امله ووژل شول.د سعودي چارواکي وايي د حوثي ياغيانو راکټ بريدونو کې د دوی سرتېري هم وژل شوي دي.د سعودي پر مشرۍ ايتلافي ځواکونه غواړي چې د يمن جلا وطنی ولسمشر عبد ربه منصور هادي بېرته واک ته ورسوي.د ملګرو ملتونو په خبره له مارچ میاشتې راهیسې یمن کې د جګړو او سعودي عربستان په مشرۍ پوځي بریدونو کې تر ۴۵۰۰ پورې کسان وژل شوي چې ۲۱۱۰ يې ولسي وګړي دي.