د ټاپي عملي کار په دوو میاشتو کې پیلېږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64893

دخبریدو نیټه : 2015-09-06

ټاکل شوې چې د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان او هندوستان ترمنځ د ګازو د نللیکې (ټاپي) عملي چارې په راتلونکې ډسمبر میاشت کې پیل شي. د دې پروژې د کنسرشیوم مشري د ترکمنستان دولتي شرکت «ترکمن ګاز» کوي.د کنسرشیوم لپاره دغه مشرتابه تېره میاشت د ترکمنستان په د پلازمېنې عشق اباد په غونډه کې چې افغانستان هم په کې ګډون کړی و، وټاکل شو. د عشق اباد په غونډه کې د ټاپي پروژې د مشرتابه پلاوي غړو همدا راز پرېکړه وکړه چې د درې واړو شریکو هېوادونو (افغانستان، پاکستان او هند) شرکتونه هم کولای شي چې په دې پروژه کې پانګونه وکړي او د پروژې په ساختماني او مدیریتي برخو کې ونډه واخلي. دغه پانګونه به د ټاپي لمېټېډ تر چتر لاندې د ترکمن ګاز شرکت په مشرۍ ترسره کېږي. د روان د اګست په اتمه د ټاپي لپاره د کنسرشیوم تر ټاکل کېدو وروسته غړو هېوادونو پرېکړه کړې وه، چې بله غونډه به د همدې میاشت په ۱۸ په دوبۍ کې جوړه شي چې په کې به د غړو هېوادونو ترمنځ په کنسرشیوم کې د ونډو پر وېش خبرې وشي. خو د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت تر اوسه په کنسرشیوم کې د ونډو د وېش په اړه څه نه دي ویلي. اکسپرس ټربیون ورځپاڼې تازه د ترکمن ګاز دولتي شرکت د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د ټاپي پروژې د انجینرۍ او نقشې جوړونې کارونه پیل شوې دي. دغه شرکت ویلي، چې د روان میلادي کال په ډسمبر میاشت کې به د ټاپي پروژې ساختماني چارې چې د نللیکې غځول دي، عملاً پیل شي. ټاپي د سیمې په کچه د انرژۍ هغه ستره اقتصادي پروژه ده چې له مخې یې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نللیکه غځول کېږي. د دې پروژې تړون د ١٣٨٩ لمريز کال په ليندۍ مياشت کې د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ لاسلیک شو. د تړون له مخې ټاکل شوې چې یاده پروژه تر ۲۰۱۴ کال پورې بشپړه شي، خو د بېلابېلو ستونزو له امله یې چارې ځنډېدلې. اوس ویل کېږي چې دغه پروژه تر راتلونکي ۲۰۱۸ میلادي کال پورې بشپړه شي او ټولټال لګښت یې ۱۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی. ټاکل شوې دغه نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد څخه پيل او د دغه هېواد په خاوره کې له ١٤٧ کيلومتره واټن وهلو وروسته د ٧٣٥ کيلومتره په اوږدوالي د افغانستان د هرات، فراه، هلمند او کندهار ولايتونو له لارې تر پاکستان پورې وغځېږي. همدارنګه د پاکستان په خاوره کې د ٨٠٠ کيلومترو په اوږدوالي سره د کوېټې له لارې پنجاب ايالت او له هغه ځایه بیا د هندوستان هېواد په فاضليکا سيمه کې پاى ته رسېږي. له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ټاپي د ګازو د نللیکې پروژه (ټاپي) څلور واړو شریکو هېوادونو هر یو ته جلا اقتصادي او ستراتېژیک ارزښت لري. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې پروژې په عملي کېدو سره به د انرژۍ په برخه کې د افغانستان اړتیا تر ډېره رفع او ګازي انرژي به د بې کیفیته وارداتي نفتو ځای ونیسي. دغه راز ټاپي به په هېواد کې له اقتصادي او ټولنیز پرمختګ، د ټرانزیټي فیس په توګه هر کال د میلیونونو ډالرو عوایدو په ترلاسه کولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د بې وزلۍ د کچې په راټیټولو کې مرسته وکړي.