ځیني وکیلان: ډېری وکیلان د بهرنیو په لمسون ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64894
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-06

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي چې ګڼ همکاران یې د پېژندپاڼو په مسئله کې د بهرنیو سفارتونو په غوښتنه دوه مخي کوي او د همدغو سفارتونو په غوښتنه په هېواد کې د اختلافاتو او ګډوډۍ لپاره د خلکو پر هویت ملنډې وهي. د چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي چې ولسي جرګه باید د نفوسو د احوالو د ثبت په قانون کې خپله کړې تېروتنه بېرته واخلي او د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم باید لومړی خپل تصویب کړی قانون بېرته تعدیل کړي. وروسته له هغه چې د وزیرانو شورا درې اوونۍ وړاندې پرېکړه وکړه چې د برېښنايي پېژندپاڼو ازمایښتی وېش دې د ملت او دین له لیکلو پرته او ګڼو تخنیکي ستونزو سره سره پیل شي، د هېواد په کچه یې پراخ غبرګونونه را پارولي دي. وړمه ورځ په کابل کې زرګونه او تېره ورځ په ننګرهار او کندوز کې سلګونه کسانو په برېښنايي پېژندپاڼو کې د لاریونونو له لارې د افغان او اسلام د کلمو لیکل وغوښتل. د ولسي جرګې غړې ارین یون وايي چې په ولسي جرګه کې د ملت استازي لږ خو د سفارتونو او بهرنیو هېوادونو استازي زیات دي او هغه وخت چې یې په برېښنایي پېژندپانو کې د افغانیت او اسلامیت نه لیکل تصویب کړل د ایران، پاکستان او ګڼو نورو هېوادونو مرسته ورسره وه. مېرمن یون سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، په برېښنایي پېژندپاڼو کې تخنیکي ستونزې لکه، د زېرمتون نه خوندیوالی، په ولسوالیو کې د انټرنېټ نشتوالی، د کارکوونکو کموالی او ګڼې نورې ستونزې موجودې دي؛ خو یوه ډله کسان غواړي دغه پروسه پیل او خپل باداران خوشحاله کړي. د ولسي جرګه بل غړی مولوي شهزاده شاهد وايي، د اساسي قانون له مخې د افغانستان په جغرافیه کې اوسېدونکي کسان ټول د افغان په نوم یادیږي او یو شمېر مغرضې کړۍ د هویت پر سر د خلکو تر منځ اختلاف ته لمن وهي. دده په خبره، پر اختلافي مسايلو بحث یوازې افغانان سره لرې کوي او کومه مثبته پایله نه لري. سیاسي کتونکي بیا وايي چې ولسي جرګه باید د خپلو رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم خپله تېروتنه بېرته واخلي او له دې پرته به یې نومونه په تاریخ کې په تورو کرښو ولیکل شي او دغه شومه پرېکړه به یې هم پلې نه شي. سیاسي کارپوه یوسف خان وايي، ولسي جرګې تر اوسه هېڅ داسې قانون نه دی پاس کړی چې ملت ورسره موافق وي چې له دې ډلې یو یې هم د پېژندپاڼو اړوند قانون و. نوموړي سرنوشت ته وویل چې د پارلمان ګڼ غړي د ملت نه، بلکې بهرنیو سفارتونو استازي دي او دوی په هېځ مسئله کې خپلواک نه دي، بلکې له خپلو بادارانو مشوره غواړي. دی زیاتوي چې په ولسي جرګه کې هغه وکیلان خورا کم دي چې د ملت استازي توب کوي او په پېژندپاڼو کې د ملت او دین کلمېنه لیکل هم د بهرنیو سفارتونو غوښتنه ده تر څو په افغانستان کې انارشیزم ته لاره هواره کړي. مدني فعال ارینپکتیار چې بهرني هېوادونه نه یوازې د پارلمان غړو، بلکې په ارګ او اجرائیه ریاست کې یو شمېر کسانو ته پیسې ورکوي تر څو په افغانستان کې اختلافاتو ته لمن ووهل شي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل، پارلمان، ولسمشر، اجرائیه رییس، یا بل هر څوک چې وي له چا د هویت اخیستلو واک نه لري.