د بریتانیا تر سلو زرو ډېرو کسانو د دې لپاره لاسلیکونه کړي دي ،چې بنیامین نتنیاهو دي ونیول شي.ټاکل شوې ده چې د اسرایل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په نږدې راتلونکې کې لندن ته سفر وکړي.د بریتانیا دغو اوسېدونکو د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره زیاته کړې،چې نتنیاهو جنګي جنایتونه کړي او په ټېر اوړي کې یې پر غزه د برید پر مهال له دوو زرو ډېر ملکي کسان ووژل. د بریتانیا له قوانینو سره سم که د لاسلیکونو یو انټیرنيتي دفتر چې د دغه هیواد له له حکومت سره په رسمي توګه ثبتیږي، تر سل زره ډېر لاسلیکونه ولري نو پر اړونده موضوع د دې هیواد د عوامو په مجلس کې بحث کیږي.بریتانوي دولت د دغو کسانو په ځواب کې ویلي،د نتنیاهو په ګډون د بل هر هیواد مشران چې بریتانیا ته ورځي له قانوني مصونیته برخمن دي او دوی نه شي کولای ویې نیسي.