د تخار امنیتي چاروکي وايي، د دغه ولایت په درقد ولسوالۍ کې له پرون راهیسې، سل کسه وسه وال طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري کلابند شوي دي.د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر وويل، د یادې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې له درې ورځو را پدېخوا د امنیتي ځواکونو له لوري عملیات دوام لري او په لړ کې یې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.ده زياته کړه، د دغو عملیاتو په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او دوه پولیس هم ژوبل شوي دي.هغه وايي: له تېرو درېیو ورځو راهیسې په درقد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو، ملي پولیسو او اردو له لوري عملیات پیل شوي، چې طالبانو ته مو ماتې ورکړې، په قم ګذر او بصیرخېلو سیمو کې سله کسه طالبان د امنیتي ځواکونو له لوري کلا بند شوي دي.