د مشرقي قومي مشرانو او سیاستوالو په خپلو ولایتونو کې د ناامنۍ په وړاندې حکومت ته خبرداری ورکړ.دوی چې پرون په کابل کې راټول شوي ول، حکومت ته ۱۵ ورځې ضرب الاجل وټاکه چې په ختیځو ولایتونو کې امنیت راوړي او کنې په خپله به په خپلو امکاناتو د امنیت راوستلو هلې ځلې پیل کړي. په ختیځو ولایتونو کې د داعش د فعالیت له زیاتېدو سره د خلکو ژوند لا تریخ شوی دی.داعشیانو خلکو ته خبرداری ورکړی چې یا ورسره بیعت وکړي او یا کډې بار کړي.له بلې خوا د داعش او طالبانو ترمنځ پر له پسې جګړو د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي مجبوره کړي چې کورونه جګړه مارو ته پرېږدي.