جنرال رازق : ملا محمد عمر اخند د چاودونو او ملکي وګړو د وژني سخت مخالف وو .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64899
اداره
دخبریدو نیټه : 2015-09-07

د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق خبر ورکوي ، چي د دوی د معلوماتو له مخي د طالبانو پخوانی مشر د افغانانو د وژني سخت مخالف وو او هر وخت به يي جنګياليو ته خبر ورکوی چي له چاودنو او وژنو لاس واخلي ، خو بهرنيو کړيو هغه انحصار ساتلی وو او د ده څرګندوني يي بر عکس تر طالب جنګياليو رسولې . هغه دا څرګندوني په کندهار کي د شمشاد نړيوال راډيو ټلويزيون سره د يوې ځانګړي مرکې پر مهال وکړې . نوموړی وايي چي د نوي مشر پر سر د طالبانو په ليکو کي وروستي اختلافات هم د پاکستان استخباراتو د خپلو ګټو دپاره رامنځ ته کړي دي . دوې مياشتي مخکي د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مرګ خبر خپور او د طالبانو له لوري هم تايد سو ، پوره ديارلس کاله د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر په نوم په هيواد کي ناامني او وژني رواني وې ، خو د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق چي د هيواد په کچه پياوړی او د طالبانو په وړاندي سرسختی قوماندان ياديږي ، خبر ورکوي چي ملا محمد عمر د افغانانو د وژني سخت مخالف وو او تل به يې خپلو جنګياليو ته پيغام ورکوی چي له چاودنو او ناامنۍ څخه لاس واخلي ، دده په ټکو چي بهرنيو کړيو د هغه دا څرګندوني تر جنګياليو برعکس رسولې ، قوماندان رازق وايي چي په هيواد کي روان جنګ د طالبان او افغان حکومت نه دی بلکه په پاکستان کي افغان ضد کړۍ په افغانستان کي جګړه کوي . نوموړی وايي ، ملامحمد عمر د پرديو په اشاره ځکه مړ سو چي هغه په افغانستان کي د روان تاوتريخوالي سره خپل مخالفت نور هم قوي کړي وو ، په وينا يي چي د تيرو دوولسو کلنو راهيسي د هغه زامن او کورنۍ هم د هغه په اړه معلومات نه لري او نه يي هم د هغه مړی ليدلی دی . جنرال عبدالرازق وايي ، چي هغه تر مړيني وروسته په امانت ډول ښخ سوی دی او د جنازې وروستي مراسم يي پاتي دي ، خو د هغه د ښخيدو ځای يي ياد نه کړ . نوموړی د طالبانو د مشر پر سر د طالبانو په منځ کي وروستيو مخالفتونو په اشاره وايي ، چي دا کار پاکستاني کړۍ د خپلو ګټو دپاره کوي او په دې ډول غواړي چي د افغانستان پر ضد يوه قوي ډله جوړه کړي او د مخالفتونو په شتون کي يوه په بل و ويروي . په کندهار کي د پراخ نفوذ درلودونکی فوځي قوماندان جنرال عبدالرازق پر هغه جنګياليو چي دا مهال د افغان دولت پر وړاندي جنګيږي ، ږغ وکړ چي له جګړې لاس واخلي او د روان تاوتريخوالي په اصليت ځان پوه کړي . د هغه په خبره چي دا جګړه پردۍ ده او هدف يي يوازي د افغانانو وژل دي ، چي دوی به يي په وړاندي دريږي او هيڅ چا ته به اجازه ور نه کړي ، چي خاوره يي د افغانانو پر ضد استعمال سي .