سرتاج عزیز ځیرک دښمن

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64905
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2015-09-04

سرتاج عزيز له ريکا غونډې نه ضمنًا څه غواړي؟
د افغانوژنې فتوی يې په حکمتيار ورکړه، طالب يې په قاچاقبر ملا منصور کنترول او کابل ته يې د ملا عمر د مړينې په خبرتيا د شاه شهيد په پېښه فزيکي گوزار د حقاني پر شبکې ورکړ
که سرتاج عزيز د افغان حکومت بيا له طالبانو سره د سولې په پيلولو او رسنۍ د پاکستان پر خلاف له تبليغاتو منعه کول غواړي، نو حکمتيار دې هم منعه کړي چې هسې بېځايه په يو او بل نوم د افغان وژنې فتواو او توصيو نه لاس واخلي. رسنيز پروپاگند ((تبليغ)) او د افغان وژنې فتوی و توصيه سره توپير لري

پرون يې زموږ شينواري په بمونو والوځول، نن يې په پچير واگام کې خوگياني ووژل او هم يې حلال کړل، سبا ته د مومندو وار دی
د کمونېست بوټو روزل شوي اخواني خروټي مفسر خو خپلو پلويانو ته د طالب وکمونېستانو ترمينځ جنگ کې د طالب په پلوۍ او د طالبانو او داعشيانو ترمينځ جگړې ته د داعش په پلوۍ د ملاتړ توصيه کړې. د حکمتيار توصيه وفتوی شرعًا د اعتبار نه ده، ځکه چې حميد گل دی او حقاني سوچه پاکستاني بللي وو او هم له خپلې ټولنې بهر پاتې دی. د مفتي فتوی هغه وخت د اعتبار وړ وي چې په ټولنه کې اوسي نه دا چې د بل په غېږ ونظارت کې پروت وي.

ښاغليه عزيز،
په پارسي کې يو متل دی وايی :
عجيب مردم استند، که سگها را ايله کردند وسنگها را بسته.
او په پښتو کې بيا وايی :
ستا له خيره مې توبه، خو سپي دې رانه کورې کړه.

داسې ويل کيږي چې تاسو هوښيار سياستوال او تجربه کار ديپلومات ياست. زه به دومره درته ووايم چې :
وايی چې يوه ورځ په ژمي کې يو سوالگر کوم کلي ته د خيرات ټولولو په موخه ورغی چې له وررسېدو سره سم تري سپي تاو شول. څوک ورته مخامخ غپي او څوک ورپسې له شا نه، څوک ورته له يو لوري او څوک ورته له بل لوري نه غپي. د سپيو له ډانگ ((لکړې)) نه هم سترگه نه سوځېده او لکړه يې ترې په خوله کې ونيوله چې سړی يې ورخطا کړ، نو لاس يې زمکې ته د تېږو پسې ټيټ کړ. دا چې ژمی وو او تيږې په يخ کې کلکې نښتې وې او نه راوتې، نو له عُجز نه يې وويل چې دا ((څنګه کلی دی چې سپي يې راخوشې کړي او تيږې يې کلکې خښې کړي دي))، نو ويې ويل چې ((ستاسو له خيره مې توبه، خو سپي مو رانه کورې کړئ!)).

له کمونيست بوټو نه تر ننه کله مجاهد، کله طالب، کله يو څوک او کله بل څوک او نن يې دا دی د تورو ټوټو والا داعشيان راپسې راخوشې کړي. نن يې ګورو چې هغه دی زموږ پر حلالولو هم ډيل نه دي. اسلامپال مودوديان وديوبنديان هم غلي دي. د جهاد فتوی خو شنه ناست دي، خو کاشکې چې اوس يې د دغې ظلم وناروا پر وړاندې هم خپل غږ پورته کړی وی. د دې اسلامپالو ايمان تر دې کچې کمزورې دی.

The Five Evils who destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/

Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.


حکمتيار : طالبان او شورای نظار د حزب اسلامي سخت دښمنان دي
((که چېرې حالت داسې وي چې د دوی ترمينځ جگړه وي، طالبان يو لوري ته او کمونېستان او شورای نظار بل لوري ته، نو يا د هېڅ لوري مرسته مه کوئ او پرېږدئ چې هغوی په خپلو کې وجنگيږي، خو که دا ورته مناسبه او گټوره برېښي چې د يو لوري مرسته وکړي، نو د طالبانو مرسته دې وکړي. په دې شرط چې دغه طالبان له حزب اسلامي سره نه وي جنگېدلي)).

خو ((که چېرې د امارتي طالبانو او د هغو طالب جنگياليو ترمينځ نښته وي چې له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يوځای شوي، نو د دغو جنگياليو مرسته وکړئ. دا ځکه چې طالبان د حزب اسلامي قسم خوړلي دښمنان دي او له دولت اسلامي سره هغه جنگيالي يوځای شوي چې د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه اوس او په راتلونکې کې د جنگېدو اراده نه لري)).

سرتاج عزيز د شيطان استاذ
پاکستان کرزي ته د پړې ګوته نيولې، خو اشاره يې هند ته ده
دا چې سرتاج عزيز کابل ته د ريکار غونډې د گډون په پلمه له يوې پوښتنې سره کابل ته راځي. غواړي چې يوځل بيا افغان حکومت ته دوکه ورکړي. افغان حکومت ورته بايد په زغرده ووايي چې وړانده روزل شوي مودودي و ديوبندي فارمي چرگان دې در رام کړه. له افغان وژنې دې لاس واخلي.

له مودوديت وديوبنديت او له افغان وژنې به توبه ورته د ايمان د تازه گۍ په مانا وي.
پوښتنه دا ده يو څنگه يو تش په نوم تېر ايستل شوی شعوري اخوانی بيا د پوځي کمونېست ((بابر)) او د جماعت اسلامي د هغه وخت اخواني مشر ((قاضي حسين احمد)) په وسيله سوشيالېست سيکولر بوټو ته ورځي او هلته يې هغوی هر يو په خپل وار سره هغه ته ورپېژني؟

مصري اخوانيان او زموږ د څارگرې ادارې پورې اړوند اخوانيان د زمکې واسمان هومره واټن لري. هلته د پوځ له لورې څومره ټکول کيږي او دلته بيا څومره نازول کيږي؟ هغوی له کمونېستانو سره په مبارزه کې دي، خو زموږ بيا د سوشيالېستانو له لورې روزل شوي. مشکل همدلته دی چې ايديولوژي اسلامي، خو زده کړه ورته بيا سيکولر سوشيالېستانو ورکړې ده. دا خو لا څه کوې، ان دا چې زموږ خانزاده هېواد مشر هم د سوشياليست لور ته پينځه وخته ورخلاص وو، خو د هغې زړه ته نه ورته.

زه ښاغلي کرزي ته حيران يم چې د خپل موروپلار لاسونه يې کله هم په اخترونو کې د درناوي او ثواب لپاره ښکل کړي چې د بېنظيرې پسې ورخوشې وو؟ حکمتيار ورباني ومسعود له لاسه نن آی ايس آی زموږ په وينه او رګونو کې داسې سرايت کړی چې که وينه هم بدله کړو، نو بيا به يې هم روحي اثرات راباندې پاتې وي.

هغوی د خپلو مصري ملي گټو خلاف نه دي، خو موږ خپلې ملي ګټې له نورو قربان کړې. هغوی هملته په خپله ټولنه کې پراته دي او هملته له خپل ديکتاتور پوځي نظام سره ډغرې وهي، خو زما اخوانيان، ملايان وچړيان د چا په غېږ کې پراته او له چا نه د خپل هېواد د ورانولو او خلکو وژنې لپاره اوامر ترلاسه کوي؟
هلته که پوځ دی، که استخبارات دي، که حکومت وسياستوال دي، که مودوديان ((اخوانيان)) دي، او که ديوبنديان يعنې ملايان وچړيان دي د افغان وژنې لپاره ټول يوه خوله دي.

سرتاج عزيز که له افغان حکومته دا هيله لري، نو دا پوښتنه دې لومړی له ځانه وکړي ولې هغه څوک نه شي رامولی چې د ((حميدگل)) مرگ يې د خپل مټ د غوڅولو سره تشبيه کړی وو، بل بيا خپل زوم وراستولی وو، نو ايا د دې مانا نه لري چې دوی د چا په غړوندي کې سر ورننه ايستی او له کوم اخور او غوجلې نه رمباړې وهي.

د کابل د شاه شهيد له پېښې خو د ملا عمر پورې اړوند طالبانو ترې انکار کړی، نو دا کار چا کړی؟
سرتاج عزيز يو زرنگ وهوښيار سياستوال دی. دی دومره سپين سترگی انسان دی چې د سلگونو انسانانو قاتل او ټپي کوونکی قاچاقبر چې خپلو طالبانو يې هم پوره نه دی منلی له ځان سره ساتلی او اوس لا غواړی چې افغان حکومت ورسره خبرو ته کښېنوي. کنه په کار خو دا ده چې افغان حکومت يې ترې وغواړي او په لاس يې ورکړي چې محاکمې ته يې راکش کړي.

زموږ د ضعف ټکی همدا دی چې موږ خپل هېواد د پاکستان د بقا لپاره د جهاد په نوم وران کړ او نن هغه دی چې له يو لورې مو وژني، له بل لورې يې هېواد راته وران او لوټې لوټې کړ او له بل لورې پوښتي هم موږ چې خبرو ته ورسره کښېنئ او کنه؟ بده يې لا دا ده چې وژني هم موږ او بيا فاتحه هم زموږ اخلي. زموږ د بهرنيو چاو وزير د عزيز وظريف د کچې کله دی چې هغه دې له هغوی سره سيالي وکړی شي. د چا پلار يې چې د افغانستان د بېثباتۍ لپاره روزلی، نو هغه به د عزيز څنګه سيال شي؟

دا خو داسې مانا ورکوي چې مړه هم موږ شو او اوس ملامته هم موږ يو. که له طالب سره خبرو ته نه کښېنو، نو حکمتيار خو لا له مخکې نه د ((داعش)) په نوم پاکستان ته د افغان وژنې فتوی يعنې شين څراغ په لاس ورکړی. بهرنيان به پلمه وي چې تر څو بهرنيان وي زموږ جهاد يعنې افغان وژنه به روا وي. په بله مانا پاکستان ته به زموږ وژنه د خپلو لاسپوڅو او بړېڅو په لاس د ثواب په پلمه روا وي. له بادار سره يې جنگ روا بولي، خو غلام ته يې بيا سترگې خړې او ټيټې دي.

نتېجه :
د مودودي د نظرياتو نه متأثره خروټي مفسر د افغان وژنې فتوی په داسې حال کې چې له سيکولر سوشيالېست بوټو له دښمنانه کړو وړو نه خړوبه شوی، هغه هم په داسې حال چې بابر خپله ويلي وو چې ما ته بوټو وويل چې ((د افغانستان د ډيورنډ لاين مساله په ۱۹۹۳ کې پوره کيږي چې موږ بايد د دې لپاره ختمي افغانستان نارامه او بېثباته کړو او همغسې يې وکړل. بابر پخپله ويلي چې ما بيا حکمتيار، رباني ومسعود او نور مذهبي ځوانان راوغوښتل پيسې او وسله مې ورکړه او افغانستان ته مو د ورانۍ، نارامولو او بېثباته کولو لپاره واستول. همداسې ورپسې مخته ځي او وايی چې ((موږ افغانستان له روسانو نه هم زيات په اور کې وسېزه د دې لپاره چې بيا د دې جوګه نه شي چې له موږه د ډيورنډ لاين غوښتنه وکړي او نن هغه ورځ رارسېدلې چې افغانستان هېڅکله له موږه د دې غوښتنه نه شي کولی)). دا هغه خدمت وو چې ما د پاکستان لپاره کړی دی.

ښاغلي حکمتيار د دې غولو د پټولو لپاره ملايي ته مخه کړه او ځان يې ملا ومفسر کړ چې ګوندې ملت به مې وبښي، خو دا د نه بښلو ده چې هېواد يې په لوی لاس د بابر وحميدګل په لاس د کمونيست بوټو د غوښتنې لپاره وران کړ. بنګال ترې هند ازاد کړ، خو زور يې له موږه وويست او پر خپل روا ومشروع حق يې د حميدګل واختر عبدالرحمان په وينا چې ((کابل بايد وسېځل شي)) وسېځه. اګر چې حميدګل له دې خبرې نه منکر شوی وو او ضياء به ويل چې د افغانستان مساله بايد د جوش شويو په اوبو په بڼه پرېښوول شي چې سوخت و درد يې وي او رغښت يې نه. جماعت اسلامي وحزب اسلامي يا اخوانيان يې بيا شهيد جهاد افغانستان بولي، خو کاشکې چې زړه يې هم موږ ته پاک وی.

زموږ خروټی مفسر که نر وي د هغه کمونيستانو وسوشياليستانو په مقابل کې دې هم فتوی ورکړي چې د خپلې فتوی په خوند پوه شي. که يې نه شي ورکولی، نو بيا دې د خپل ولس پر وړاندې بېځايه توصيې او فتواوې خپلو پلويانو ته هم نه ورکوي. زما يې پلويانو ته هم مشوره دا ده چې تاسو يې فتوی وګورئ چې له قرآن وسنتو يا له اسلامي ارزښتونو او هم زموږ له ملي ارزښتونو سره اړخ لګوي که نه، د نه لګولو په صورت کې دوی مکلف نه دي چې د نوموړي فتوی وتوصيه ومني. دوی د خدای و د رسول صلی الله عليه وسلم پر وړاندې مکلفيت لري نه د نوموړي پر وړاندې.

په درنښت
سيد حسين پاچا

سرتاج عزيز له افغان چارواکو غواړي چې له طالبانو سره بيا خبرې وکړي
http://www.taand.com/archives/54827
د پاکستان استازی د يوې پوښتنې سره کابل ته راځي
http://www.pashtovoa.com/content/pakistan-afghanistan-recca-taliban-peace-talks-/2943866.html
پاکستان: کرزى له طالبانو سره خبرو کې خنډ جوړوي
http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2015/09/150903_bm_karzai_hindrance_to_talks_between_pakistan_afghanistan
http://www.bbc.com/pashto/institutional/2010/03/000000_evening