د پلار مینه!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64910
صداقت غورځنګ
دخبریدو نیټه : 2015-09-07


له ډيرې غصې نه مې دروازه په زوره بنده کړه او نیغ له کوره اووتم دومرغصه ، چې د خپل پرځاې د پلار بوټان مې په پښو کړي وو.
او ځان سره مې کلک هوډ کړی وو، چې ترهغه وخته پورې به کور ته نه راځمه چې تر څو پورې مې ښه ډيرې روپۍ نه وي ګټلي،دا څنګه ژوند شو پلار راته وایې چې د اینجینرۍ پوهنځې ولوله، چې غټ سړی درنه جوړ شي، خو دا مې دریم کال دی چې ورته هره ورځ وایم ماته یو موټر سایکل واخله چې زه پرې پوهنتون ته لاړ شم.
د پلار د جیب بټوه مې هم راپټه کړی وه ځان سره مې وویل چې ځه !یو څه روپۍ او د یاداشت ورقه به هم وي چې دا دومره روپۍ یې مانه او زما د مور نه چیرته پټې ساتلي دي چې مونږ ته یې نه راښایي؟
کله چې د کلي منځ ته ورسیدم نو د پښې درد مې احساس کړ، په بوټ کې مې میخ ننوتی وو. او پښه مې په وینو سره وه ، دومره غصه وم چې هغه د پښې درد مې له یاده اویست.
لږ مزل وروسته مې چې کتل پدې بل بوټ کې مې د اوبو خړپا اواز واوریده، چې مې پښه اوچته کړه نو د بوټ تلی شلیدلی وو.
بس مات کوډ موټرو تم ځای ته ورسیدم، موټر هم یو ساعت وروسته حرکت کولو، ځان سره مې وویل چې راشه دا د پلار بټوه وګوره چې اخر څومره مال یې ساتلی دی.
بټوه مې چې خلاصه کړه یو ورقه پکې وه چې لیکل شوې وو د زوې لپاره د لیپټاپ کمپوټر څلویښت زره قرض د میرزمان خان،دا لیپ ټاپ خو فقد کور کې زما سره وو.
یوه بله ورقه هم پرته وه چې زما مور به هر سهار ورته د کور سامالاتو لپاره ورکوله چې پکې لیکلی وو چې نن به هتمآ ځانته یوه جوړه بوټان اخلی ، بیا مې د ځان سره سوچ وکړ چې دا شپږ میاشتې هره سهار مور مې د پلار سره جنګ وي چې ته ولی ځانته بوټان نه اخلی.
دریمه ورقه مې ولوستله چې پکې لیکل شوې وو.
که غواړې چې په ارازانه او مناسبه قیمت موټر سایکل واخلئ ، نو د کور اسناد مو راوړئ او په کیشتونو باندې د نوي موټر سایکل خاوند شئ.
اوف خدایه!!
یو دم مې د کور په لورې منډه کړه ، هغه د پښو درد مې بلکل هیر شو کور ته چې ورسیدم نه مې پلار وو او نه مې د مور په غوږونو کې د سرو والۍ..
زه پوه شوم چې پلار به مې چیرته تللی وي، نیغ د موټر سایکل پلورنځي ته لاړم او پلار مې د موټر سایکل خوښولو په حال کې وو.
په منډه یې خواته ورغلم او کلکه غیږه مې ترې واخیسته او په سرو سترګو ورته په ژړا شوم، نه پلاره جانه نه ، زما هیڅ موټر سایکل پکار ندې،فقد تاسو ځانته نوي بوټان واخلئ او ما نه ښه لایقه اینجینر جوړ کړئ.
مور هغه بانک په څير ده چې مونږ پکې خپل غم او درد جمع کولی شو.
او پلار داسې کریډټ کارټ دی چې پیسې پکې هم نه اوسي خو مګر د اولاد هر ارمان پوره کولو هڅه کوي .