پیغـلې پـه سر چې دې څادر نه شـته دی
د ځــلـمـو مـیـنـه کــې اثــر نـه شــته دی
ژمـی خـو تــورو سکـرو تـورتـیر کـړلو
په شـین سـپرلي مې هم باورنـه شـته دی
چـنـار بـه نـوي پـاڼې بـیـا را شـنې کړي
ټال په کې نه شـته دی ګودر نه شـته دی
د کلي مـنـځ مـیـدان کې لـوبــې نـه شــته
هـغـه ښـکلا د ماذیـګــــر نـه شــتــه دی
اوس خو دشعر ناوې حجاب کې ګرځي
د پــیـژنـدلـو څـه خـطـر نـه شــتـــه دی
دزول باران د شـپې تـورتـم اوږود شــو
کوڅې سړې دي په کې لمر نه شته دی
دیــرو کې شـنه شـول خـدمتګاره اغزي
دکلـي مـشـر شـــمـلــــور نـه شــتــه دی
محمدیوسف خدمتګار مزدورزوی