ولسمشر اشرف غني وايي، د زېربناوو د احیا لپاره د برېښنا او اوبو مدیریت اساسي شرط دى او افغانستان باید د بندونو د جوړېدلو په برخه کې خپل مطالعات عاجل بشپړ کړي.د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې، د ده تر مشرۍ لاندې د زېربناوو د پلاون په غونډه کې کړې دي.په خبرپاڼه کې زياته شوې، په پیل کې په زېربنایي چارو کې د ولسمشر سلاکار ډاکټر همایون قیومي د زېربناوو عمومي پلان بحث ته وړاندې کړاو په غونډه کې د زېربناوو د درېیو شوراګانو د دندو لایحه هم وړاندې شوه.سرچينه کاږي، ولسمشر د غونډې د برخه والوته وویل، افغانستان د زېربناوو په برخه کې د تحول لپاره اوږدمهاله او ارزانه پورونو ته اړتیا لري، خو افغانستان باید د پورونو تر اخیستلو وړاندې د سرچینو د موثر مصرف په برخه کې د معیاري سیستم او میکانېزمونو رامنځته کولو ته پام وکړي.