ټاکل شوې ده چې تر یوې میاشتې په لنډه موده کې له چین څخه داسې امنیتي سکینرونه کابل ته ولیږدول شي څو د دغه ښار په څلورو دروازو کې نصب شي.د چین سفیر دنګ شیجونګ د افغان دولت د ملي امنیت له سلاکار محمد حنیف اتمر سره په کتنه کې وویل، هېواد یې د کابل ښار د امنیت د تامین لپاره امنیتي سکېنرونه چمتو کړي دي او تر راتلوونکو څلورو اوونیو پورې به افغانستان ته راورسیږي. دا امنیتي سکېنرونه به د لویو وسایطو او نورو د پلټنې وړ موادو په پلټنه کې له ملي امنیتي ځواکونو سره مهمه مرسته وکړي. د چین هېواد متخصصین به د دې وسایلو په نصیب او له هغو څخه د استفادې لپاره د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې هم مرسته کوي.