چارواکي وايي چې په تخار ولايت کې يوه ناوې د واده په ورځ د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده. د تخار د سرپرست والي وياند سنت الله تيمور وويل چې وژل شوې نجلۍ فرېبا نومېده او وړمه ورځ غرمه مهال واده شوې وه. هغه زياته کړه چې د واده په ورځ ماښام مهال د خپل خاوند له لوري خپل کور ته تر وړل کېدو وروسته د کلاشينکوف پر ډزو وژل شوې ده. تيمور وايي، دا پېښه د فرخار ولسوالۍ په دهن زره سيمه کې رامنځته شوې ده او د پېښې عامل له سيمې تښتېدلى دى. خو هغه وويل چې د قاتل د نيولو او د پېښې د څرنګوالي په موخه پوليسو پلټنې پيل کړې دي. د والي وياند د پېښې لامل کورنۍ تاوتريخوالی بولي خو د فرخار يوه اوسېدونکي ميرويس ویلې چې دغه واده د نجلۍ له خوښې پرته شوی و.