مشرانو جرګه: حکومت دې په هرات د نجونو د مسمومېدو پېښې وڅېړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64929
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-08

مشرانو جرګه په هرات کې د زده کوونکو وروستي مسموميتونو په اړه څېړنې کوي او ټينګار کوي، چې په تذکرو کې د "افغان" کلمې ليکل او يا نه ليکل بايد د افغانانو تر منځ د بې اتفاقۍ لامل نه شي. د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه، تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ملي شورا له تصويب څخه وروسته، د ولسمشر له لوري توشېح شوه، خو د ملي شورا يو شمېر غړو، مدني بنسټونو او ګوندونو د لاريونونو په ترسره کولو سره تذکرو کې د افغان کلمې ليکل، چې د اساسي قانون له مخې وېشل کېږي، غوښتنه وکړه. خو ځينې نور بيا وايي، د تذکرو پر مخ "د افغانستان اسلامي جمهوريت" عبارت ليکل شوى دى، دا معنا ورکوي چې دا تذکره د يوه افغان اړوند دى. د دې جرګې غړي نادر بلوچ د کوم هېواد د نوم له اخيستلو پرته وويل، يو شمېر بهرني هېوادونه غواړي، له دې موضوع نه په ګټې اخيستو سره، افغانانو کې اختلافات راپيدا کړي.