حامد کرزى: د ډيورنډ کرښې په اړه له خپل حقه نه تېريږو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 64930
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-09-08

مخکنى ولسمشر حامد کرزى وايي چې افغانستان له پاکستان سره د شخړې او جګړې غوښتونکى نه دى، خو د ډيورند کرښې په اړه به له خپل حقه هېڅکله هم تېر نه شي. نوموړي دغه مطلب نن په هغه سيمينار کې چې د "د پرون، نن او سبا ګندمک-ډيورنډ" تر نوم لاندې د افغان څېړنيز او مشورتي مرکز له لوري په کابل کې ترسره شو، څرګند کړ. کرزي د ګندمک او ډيورنډ هوکړه ليکونه په اړه خبرې د افغانستان او سيمې لپاره مهمې وبللې او ويې ويل چې دغو هوکړه ليکونو پر افغانستان او سيمې سخت د افسوس او درد وړ حالت راوستى دى. پخواني ولسمشر وويل چې د انګرېزانو حکومت او امپراطورۍ له اټک څخه تر ډيورنډ کرښې پورې دا ټوله سيمه په تکرار سره د افغانستان خاوره بللې او يادونه يې ترې کړې، خو د دې لپاره چې د افغانستان سيمې د انګرېزانو په واک کې پاتې شوې، هڅه کړې چې د کرښې دواړه لوري ملتونه د سواد او هر ډول پرمختګ له نعمت او غوره اقتصادي وضعيت څخه محروم کړي. کرزي زياته کړه: "له هغه وروسته چې پاکستان د انګرېز پر ميراث کېني او دغه مېراث ورته پاتې کېږي نو د ښوونې پر ضد هڅې او تشدد نور هم زياتېږي، څو دغه ملتونه نورو ته احتياج پاتې شي او د غيرقانوني اقتصاد له لارې خپل ژوند پر مخ يوسي." هغه وويل چې افغانستان له پاکستان سره کومه شخړه او جګړه نه غواړي، خو هېڅکله هم د ډيورنډ کرښې په اړه له خپل حقه نه تېرېږي او د يوې متمدنې انساني مبارزې له لارې غواړي چې افغانان خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي. پخواني ولسمشر وويل: "موږ متمدن ژوند غواړو او په متمدن ژوند کې د هغه چا د حق او ازادۍ غوښتونکي يو چې د پرديو تر تسلط لاندې دي." امير عبدالرحمن د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ زېږديز کال کې له انګريزي هند سره لاسليک کړه، خو کله چې په ١٩٤٧ کال کې پاکستان له هندوستان څخه جلا شو نو افغانستان د ډيورنډ سرحدي کرښه په رسميت ونه پېژندله. د ډيورنډ کرښې موضوع په تېرو څو لسيزو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړيکو د خړ پړېدو او اختلافونو لامل شوې چې تر اوسه پورې پاتې ده او موده وړاندې افغان حکومت ان دولتي ادارو ته امر وکړ چې يادې کرښې ته د "پولې" پر ځاى د "ډيورنډ کرښه" وکاروي. کرزي وويل چې د پاکستان د پوځي ځواکونو له لوري په مکرر ډول پر افغانانو د ډيورنډ کرښې د منلو هڅې شوې او له نوموړي يې هم څو ځلې غوښتي چې دغه کرښه په رسمي ډول وپېژني، خو نوموړي ورسره نه ده منلې او د افغانستان ټول خلک د يادې موضوع د نه منلو په موخه په خپلو منځونو کې يو دي. هغه زياته کړه: "هيله لرو چې د پاکستان حکومت او پوځ د ډيورنډ کرښې ها خوا پرتو پښتنو او بلوچو د ويجاړۍ، وژنې او د بې تعليمې لپاره هڅه ونه کړي، څو له دې لارې خپلو موخو ته ورسېږي؛ ځکه دا ممکنه نه ده. د بشريت تاريخ دغه مسئله همېشه ناقص او ناسمه ثابته کړې ده. خو هغه ټينګار وکړ، بايد هڅه وشي چې د يوه متمدن ژوند له لارې د دوى حقونه ورکړل شي او پرېږدي چې دا ملت يو ځاى په خپله خاوره کې په ازاده توګه او سوله ييز ژوند وکړي. ورځپاڼه ليکونکي عبدالحميد مبارز هم په دې ناسته کې وويل، په دې ورځو کې اورېدل کېږي چې پاکستان د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پوځي تاسيسات جوړوي او دا څرګندوي چې د طالبانو تر فشار لاندې ځان ډيورنډ ته رسوي، څو په دې ډول د قبايلو ازادي له منځه يوسي او له هغه وروسته هندوکش ته لاسرسى له خپلو نورو موخو څخه بولي. هغه زياته کړه، د پاکستان موخه دا ده چې د افغانستان ځمکه او هوا د ياد هېواد د پوځيانو په واک کې وي او که چېرې افغانستان له ډيورنډ او د قبايلو له ازادۍ دفاع ونه کړي، له شک پرته د يادې ستراتيزۍ ژورتيا به د داعش او طالبانو تر فشار لاندې عملي شي. مبارز وويل: "د دې خبرو خلاف چې د سولې او امنيت کيلي د پاکستان په لاس کې ده، زه په دې باور يم چې دغه کيلي په کابل کې ده، ځکه پاکستان هېڅکله هم نه غواړي چې په افغانستان کې سوله او امنيت ټينګ شي." د مبارز په وينا، د ډيورنډ په رسميت پېژندل، له نوي ډيلي سره د کابل د اړيکو کمېدل، د افغانستان د بهرني سياست په ولکه کې اخيستل او د ترهګرۍ پر وړاندې د افغاستان سر ټيټول؛ په افغانستان کې د پاکستان له عمده موخو څخه دي.